ایکنانیوز راپور راکړی، د بضعةالمصطفی څو ملیّتي تواشح او مداحي ډلې د محقل قرآني پروګرام کې په شتون سره چې د کب دمیاشتې په اوویشتمه نیټه یعني د روژې په مبارکې میاشتې کې په شپږمه روژه د ایران د اسلامی جمهوریت د دریم ټيلیويژني چینل باندې خپور شوی،د پیغمبر اکرم(ص) په مدحه او صفت کې خپل یو ترټولو په زړه پورې نعت ددغه ټيلیویژنی پروګرام مخاطبانو ته ډالۍ کړ.دغه مداحی پر فارسي ژبې سربیره،د فرانسیسۍ، انګریزي،عربی،ترکي ،اردو او یو شمیر نورو ژبو په څير په مختلفو ژبو اجرا شو او د بضعةالمصطفی مداحي ډلې هنرمندانو د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) په شأن مقدس کې خپله مینه او عقیدت ګلونه وړاندې کړل.